د چین حکومت لیوژیان د افغانستان لپاره د خپل نوي ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چین د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه ویل شوي ښاغلي لیوژیان له دغه هیواد سره ځانګړې بلدتیا لري.
سرچینه زیاتوي، چې نوموړي د افغان سولې پروسې پرمخ بیولو کې یې فعال رول لوبولی دی چې له امله یې افغان حکومت او نړۍ سره د سولې په رابطه د چین همغږي زیاته شوې ده.
د یادونې ده، لیوژيان چې په افغانستان، مالیزیا، پاکستان او نورو هیوادونو کې د چین سفیر هم پاتې شوی دی، ډېر ژر به په کار پيل وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل