د طالبانو تر ادارې لاندې د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د باران او واورې د ورېدو د احتمال خبرداری ورکړی دی.
دغه رياست نن د ثور په شپږمه نېټه اعلان وکړ چې سبا، جمعه او بله ورځ په ټول هېواد کې د واورې او ورښت امکان شته.
د اعلامیې له مخې دغه بارانونه به د بریښنا او سیلابونو لامل هم شي.
په اعلاميه کې راغلي چې د اورښت اندازه له ٢٠ تر ٥٥ ملي مترو پورې ده او په لوړو سيمو کې د واورې اورښت اټکل شوى دى.
د هوا پېژندنې ادارې دا هم ویلي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د نسبتاً قوي بادونو اټکل شوی دی.
جمهورخبري آژانس