۰

د مقاومت جبهې په کابل کې د طالب جنګیالیو د دوو بریدونو خبر ورکړ

یکشنبه ۹ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۰
د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د دوی ځواکونو په کابل کې په دوو جلا بریدونو کې اووه طالب جنګیالي وژلي او ټپیان کړي دي.
د مقاومت جبهې په کابل کې د طالب جنګیالیو د دوو بریدونو خبر ورکړ
د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د دوی ځواکونو په کابل کې په دوو جلا بریدونو کې اووه طالب جنګیالي وژلي او ټپیان کړي دي.

دغې جبهې د دوو جلا اعلامیو په خپرولو سره ویلي چې د دوی ځواکونو تېره شپه  د غوايي په ۸ مه د کابل ښار د شپږمې او ديارلسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې بریدونه کړي دي.

د دغو خبرونو له جملې څخه د یوې اعلامیې په اساس، د مقاومت د لومړۍ کرښې ځواکونو تېر ماښام ۷:۲۰ دقیقې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د فیض محمد کاتب په واټ کې دوه تنه طالب جنګیالي چې په موټر سایکل سپاره وو، برید وکړ او ووژل شول.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې برید کې د وسله والو طالبانو موټرسایکل هم له منځه تللي دي.

د مقاومت د جبهې په یوه بل خبر کې ویل شوي، چې د دغې جبهې ځواکونو تېره شپه شاوخوا ۹ بجې د کابل ښار د دیارلسمې امنیتي حوزې مخې ته د طالبانو په یوه پوسته برید وکړ.

خبرځاى زياته کړه چې په دې بريدکې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او د دغې ډلې دوه تنه جنګيالي ټپيان شول.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي