په تخار کې باخبره سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې دوه طالب چارواکي د مالي فساد په تور نیول شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په تالقان ښار کې د طالبانو د لومړۍ امنيتي حوزې امر قاري جان محمد روحاني او د دغه ښار د څلورمې حوزې د بلاک قوماندان قاري بايک د مالي فساد په تور د طالبانو د استخباراتو له خوا نيول شوي دي.
ویل شوي، چې دغه دوه طالب چارواکي په تخار کې د قمار بازانو له یوې ډلې څخه د ۳۰۰ زره افغانیو د رشوت په اخیستو تورن شوي دي.
د شفافیت د څار د راپور له مخې د طالبانو په دفترونو کې فساد زیات شوی دی.
جمهورخبري آژانس