د طالبانو تر کنټرول لاندې د هوا پېژندنې اداره وايي، په ۲۲ ولایتونو کې یې د سختو ورښتونو او ورښتونو اټکل کړی دی.
دغه ریاست نن پنشنبې د ثور ۲۰مه اعلان وکړ، چې سبا جمعه او بله ورځ به د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د سختو بادونو، تندر او تېزو بارانونو او سېلابونو شاهدان وي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه بارانونه په بدخشان، تخار، کندز، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، سمنګان، بغلان، پنجشیر، نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار، پروان، کاپیسا، کابل، میدان وردک، لوګر،پکتیا، خوست او بامیان ولایتونو کې وشي.
په اعلاميه کې ويل شوي چې په بېلابېلو ځايونو کې د اورښت اندازه د ۱۵ او ۴۵ ملي مترو ترمنځ اټکل شوې ده.
د هوا پېژندنې دغه راز زياته کړه، چې د سالنګ په ګډون په شمالي، مرکزي، لوېديځو، سوېل لوېديځو او سوېل ولايتونو کې د نسبتا قوي بادونو د ورېدو امکان شته، چې سرعت يې په يو ساعت کې له ٣٠ تر ٧٠ کيلومترو پورې اټکل شوى دى.
جمهورخبري آژانس