د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د اسيايي لوبو په پي اېف پړاو کې د قرغزستان ملي لوبډلې ته په ۵-۳ ماتې ورکولو سره په ازبکستان کې د ۲۰۲۴ کال نړيوال جام ته لاره پيدا کړه.
دا لوبه چې نن یکشنبه د غوايي په ۹ مه د تایلنډ په بنکاک ښار کې د سهار په ۹:۳۰ بجو ترسره شوه، څو شېبې وړاندې پای ته ورسېده.
د دې لوبې په لومړۍ نیمايي کې افغان لوبغاړو له قرغزستان څخه ۱-۰ مخکې وو. خو په دویمه نیمايي کې یې ۴ نور ګولونه وکړل.
د دغه هېواد د فوټسال ملي لوبډلې له دې مخکې د فوټبال د نړیوال جام په پایلوبه کې د عراق د فوټسال ملي لوبډلې ته د ۵-۳ په توپیر ماتې ورکړې وه.
خو افغانستان د اسیا د پنځو هیوادونو په ډله کې په ازبکستان کې د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام ته لاره پیدا کړه.
دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نړیوال جام ته لار پیدا کوي.
د يادونې وړ ده، چې دا لوبډله د لومړي ځل لپاره د اسيايي جام په سياليو کې د غوره اتو لوبډلو په کتار کې راغله.
جمهورخبري آژانس