د طالبانو ستره محکمه وايي، په پکتیکا ولایت کې یې دوه تنه د غلا په تور په عام محضر کې په دار ځړولي دي.
دغې محکمې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه کسان د چهارشنبې په ورځ د ثور په ۱۲مه د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنې ښار کې په ترتیب سره ۳۹ او ۲۵ ځله په وهلو وهل شوي دي.
په همدې حال کې د بشري حقونو بنسټونو تل په عام محضر کې د تورنو کسانو پر جسمي مجازاتو نیوکې کړي او دا یې د تورن له انساني کرامت څخه سرغړونه بللې، خو طالبان د دغو مجازاتو پر عملي کېدو ټینګار کوي.
جمهورخبري آژانس