په سرپل ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله د یوې کورنۍ ۸ غړي مړه او ټپیان شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه تېره ورځ د ثور په اتمه د سرپل ولايت د الفتح ولسوالۍ په "ده مينه" کلي کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې په دې پېښه کې يوه مېرمن وژل شوې او اووه نور ټپيان دي.
ويل کيږي چې د بارانونو له امله د دغه کور چت لوېدلی او نړېدلی دی.
سرچينې زياته کړې، چې د پېښې قربانيان ټول د يوې کورنۍ غړي دي.
جمهورخبري آژانس