۰
چین:

طالبان دې د سیاسي جوړښت په اړه د نړیوالې تولنې توقعات په پام کې ونیسي

پنجشنبه ۱۱ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۳۷
چین یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی، چې له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرېکړي او په یوه ټولمنلي سیاسي جوړښت په اړه د نړیوالې ټولنې توقعات په پام کې ونیسي.
طالبان دې د سیاسي جوړښت په اړه د نړیوالې تولنې توقعات په پام کې ونیسي
چین یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی، چې له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرېکړي او په یوه ټولمنلي سیاسي جوړښت په اړه د نړیوالې ټولنې توقعات په پام کې ونیسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبن دا هم و ویل، له طالبانو د بېجنګ تمه ده، چې له کاونډیو هېوادونو سره په یووالي کې ژوند وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چین هیله من دی چې ټول افغان اړخونه د خپلو خلکو او نړیوالې ټولنې هیلو ته عاجل ځواب ووایي، یو ازاد او همه شموله سیاسي جوړښت رامنځ ته کړي.

دغه راز ده ویلي، تمه دا ده، چې طالبان یوه منځلاره باثابته کورنۍ او بهرنۍ پالیسي تعقیب کړي او له ترهګریزو سازمانونو سره روابط پرېکړي او له ټولو هېوادونو په ځانګړې ډول له ځپلو ګاونډیو سره په یووالي کې ژوند وکړي.

ښاغلي وینبن د افغانستان او چین اړیکي دوه اړخیزي وښودې او ټینګار یې وکړ چې بیجینګ د افغانستان له سوله ایزې بیارغونې څخه ملاتړ کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي