۰

د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو څخه د خبریالانو د خلاصون غوښتنه کړې ده

شنبی ۸ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۰۱
د بښنې نړیوال سازمان د هغو څلورو خبریالانو د سمدستي او غیر مشروط خوشې کیدو غوښتنه کړې چې په دې وروستیو کې په خوست او غزني ولایتونو کې د طالبانو له خوا نیول شوي دي.
د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو څخه د خبریالانو د خلاصون غوښتنه کړې ده
د بښنې نړیوال سازمان د هغو څلورو خبریالانو د سمدستي او غیر مشروط خوشې کیدو غوښتنه کړې چې په دې وروستیو کې په خوست او غزني ولایتونو کې د طالبانو له خوا نیول شوي دي.

دغه سازمان د ثور په اوومه د جمعې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې باید خبریالان د دندې د ترسره کولو په خاطر د طالبانو له خوا ونه نیول شي او نه زنداني شي.

د ناز راډيو خبريال اسماعيل سعادت، د اقرا راډيو خبريال وحيدالله معصوم او د خلكو غږ خبريال احسان الله تسل د موسيقۍ د خپرولو او د ښځو د ټليفونونو د آډيو د خپرولو په تور نيول شوي او بنديان شوي دي.

بلخوا په غزني ولایت کې د ازادي راډیو خبریال حبیب الرحمن صفر هم په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا نیول شوی او زنداني شوی دی.

د بښنې نړیوال سازمان هم له طالبانو غوښتي چې پر رسنیو بریدونه ودروي او په افغانستان کې د بیان د ازادۍ د بشپړ تخریب مخه ونیسي.

له بلې خوا دغه سازمان د "بیریا" او "نور" تلویزیونونو د خپرونو د بندیز د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.

د دغو دوو رسنیو خپرونې تېره اوونۍ د طالبانو د شکایتونو کمېسیون له خوا د خپرونو د سرغړونې له امله ودرول شوې.

خو د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې "د طالبانو د پرلپسې بریدونو له امله د بیان د ازادۍ فضا ډېره کمه شوې ده او د ۲۰۲۳ کال تر اګست میاشتې پورې په سلو کې ۸۰ ښځینه خبریالانو د طالبانو له خوا د محدودیتونو د زیاتوالي له امله رسنۍ پرېښې دي."

خبرگزاری جمهور
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي