د پنجشیر اوسېدونکي وايي چې طالبانو یو ځل بیا په دغه ولایت کې د ځیرک تلېفونونو د راټولولو کمپاین پیل کړی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، وسله والو طالبانو دغه کمپاين د ثور له ١٢مې د چهارشنبې په ورځ په ځانګړي ډول د پنجشير ولايت په دولتي ادارو پيل کړى دى.
دغه راز د پنجشېر اوسېدونکي وايي، چې وسله والو طالبانو پرون د رخې، هسکې مېنې او شاتول ولسواليو پر سړکونو د مبايلونو د راټولولو په موخه پوستې جوړې کړې وې.
د دوی په خبره، طالب جنګیالیو د پنجشیر د اوسېدونکو د موبایلونو دوسیې هم کتلې.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې طالبانو په پنجشیر کې د سمارټ فونونو د راټولولو کمپاین پیل کړی و.
طالبان دا کار په پنجشېر کې د دې لپاره کوي چې څوک د دې ډلې د جنایتونو عکسونه او ویډیوګانې په سمارټ فونونو کې نه اخلي.
جمهورمخبري آژانس