د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال سازمان وايي، د افغانستان شاوخوا نيمايي وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري.
دغه سازمان نن سه شنبه د ثور ۱۸مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې که د افغانستان نفوس ۱۰۰ تنه وي، لږ تر لږه ۴۷ یې د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.
په اعلاميه کې راغلي چې د افغانستان نفوس څه باندې څلوېښت ميليونه وګړي دي او يو پر درېيمه برخه يې له سختې لوږې سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د ملګرو ملتونو ادارې اعلان کړی و، چې تر ۲۰۲۴ کال پورې به په افغانستان کې نږدې ۲۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.
جمهورخبري آژانس