د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو په هدفي عملیاتو کې څلور وسله وال طالبان وژلي دي.
دغه محاذ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې دغه بريد تېره شپه د ثور په ١٨مه، د کابل ښار په خيرخانې سيمه کې د طالبانو د استخباراتي ځواکونو پر يوه غونډه شوى دى.
خبرپاڼه زیاتوي چې په دغه برید کې ۴ طالبان وژل شوي دي.
خبرځاى زياته کړه چې د آزادۍ جبهې ځواکونو هغه وخت وسله وال طالبان د سپکو او درنو وسلو په نښه کړل چې يو شمير ښاريان يې ونيول او د ښار مرکز ته يې انتقال کړل.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: د ازادۍ جبهې ځواکونو له طالبانو سره لس دقيقې جګړه وکړه چې په نتيجه کې يې نيول شوي ملکي وګړي په تېښته بريالي شول.
د ازادۍ جبهې په خبره، د طالبانو د څلورو غړو جسدونه د جګړې په سیمه کې پاتې دي. خو په دې ډله کې د ټپیانو کره شمېره معلومه نه ده.
جمهورخبري آژانس