د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو په کاپیسا کې ۵ وسله وال طالبان وژلي او ټپیان کړي دي.
دغې جبهې تېره شپه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د ثور په ۱۷ مه شپه د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د دوی ځواکونو د طالب جنګیالیو په کمین برید کړی دی.
د خبر په اساس په دغه بریدکې ۳ تنه طالبان ووژل شول، ۲ تنه نور ټپیان شول.
په اعلاميه کې ويل شوي چې په دې جګړه کې د طالبانو څو پوځي وسايط هم ويجاړ شوي او يوه اندازه وسلې او يوه اندازه مهمات د مقاومت د ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د مقاومت جبهې یادونه وکړه چې په دې عملیاتو کې د دوی ځواکونو ته زیان نه دی رسیدلی.
جمهورخبري آژانس