په پروان ولایت کې د طالبانو له خوا د نیول شوي خبریال ندا محمد نوري خپلوان وايي، چې نوموړی د دغې ډلې د استخباراتو له زندانه خوشې شوی دی.
ښاغلی نوري تېره ورځ د غوايي ۱۷ مه په پروان کې د طالبانو د استخباراتو له زندانه ازاد او له خپلې کورنۍ سره یوځای شو.
ښاغلی نوري درې ورځې وړاندې په پروان کې د طالبانو د استخباراتو له خوا د نامعلوم لامل له مخې نیول شوی و.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغانستان له واکه تر لاسه کولو وروسته په سلګونو خبریالان ګواښلي، نیولي، شکنجه کړي او زنداني کړي دي.
جمهورخبري آژانس