د طالبانو ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې په کابل کې د افغان-قزاقستان دوه ورځنی نندارتون جوړېږي.
دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې دغه ډله او د قزاقستان جمهوریت په ګډه په کابل کښې ترټولو ستر نړیوال نندارتون جوړوی.
طالبانو ویلي چې په دغه نندارتون کې به د افغانستان او قزاقستان د اسلامي جمهوریت کورني تولیدات او تولیدات د دوو ورځو لپاره په بېلابېلو سکتورونو کې نندارې ته وړاندې شي.
د طالبانو ډلې زیاته کړې، چې دغه نندارتون به د روانې میاشتې په شپږمه (پنجشنبه) په کابل کې جوړ شي.
د افغانستان د نړیوال نندارتون مرکز هم ویلي چې د افغان – قزاقستان نندارتون به د افغانستان او قزاقستان د شاوخوا ۸۰ سوداګریزو شرکتونو په ګډون په کابل کې جوړ شي.
جمهورخبري آژانس