۰

طالبان په خوست کې د خبریالانو د نیولو هڅه کوي

شنبی ۸ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۲۰
د خوست ولايت د خبريالانو د مطبوعاتو او معلوماتو رياست اعلان وکړ چې په دغه ولايت کې نيول شوي درې تنه خبريالان به محاکمه کړي.
طالبان په خوست کې د خبریالانو د نیولو هڅه کوي
د خوست ولايت د خبريالانو د مطبوعاتو او معلوماتو رياست اعلان وکړ چې په دغه ولايت کې نيول شوي درې تنه خبريالان به محاکمه کړي.

دغه رياست (د غوايي په ٧مه) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې دغو خبريالانو په راډيويي خپرونو کې د موسيقۍ د غږولو او د ښځو د غږونو د نه خپرولو د حکم له پامه غورځولو جرم کړى دى.

د اعلامیې پر بنسټ د دغو دریو خبریالانو دوسیه به د طالبانو محکمې ته واستول شي.

په ورته وخت کې د بښنې نړیوال سازمان د دغو دریو خبریالانو او یو بل خبریال چې په غزني ولایت کې د طالبانو له خوا نیول شوی دی، د سمدستي او غیر مشروطه خوشې کیدو غوښتنه وکړه.

دغه سازمان ټینګار کړی چې په افغانستان کې باید خبریالان د دندې د ترسره کولو په خاطر د طالبانو له خوا ونه نیول شي او زنداني نه شي.

د يادونې وړ ده، چې د ناز راډيو خبريال اسماعيل سعادت، د اقرا راډيو خبريال وحيدالله معصوم او د ولس غږ راډيو خبريال احسان الله تسل د موسيقۍ د خپرولو او د ښځو د ټليفون غږونو د خپرولو په تور نيول شوي او بنديان شوي دي.

بلخوا په غزني ولایت کې د ازادي راډیو خبریال حبیب الرحمن صفر هم په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا نیول شوی او زنداني شوی دی.

د بښنې نړیوال سازمان هم له طالبانو غوښتي چې پر رسنیو بریدونه ودروي او په افغانستان کې د بیان د ازادۍ د بشپړ تخریب مخه ونیسي.

د دغه سازمان په وینا، "د طالبانو د پرله پسې بریدونو له امله د بیان د ازادۍ فضا ډېره کمه شوې او د ۲۰۲۳ کال تر اګست میاشتې پورې د طالبانو له خوا د محدودیتونو د زیاتوالي له امله تر ۸۰ سلنې زیاتې ښځینه خبریالانې رسنۍ پرېښي دي."

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي