د پاکستان د ایالتونو او سرحدونو وزارت اعلان وکړ چې د کډوالۍ د نړیوال سازمان له خوا د راجستر شویو افغان کډوالو د اوسېدو موده یې غځولې ده.
دغه وزارت د دوشنبې په ورځ د ثور په ۱۷مه اعلان وکړ چې د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده د جون تر ۳۰مې غځول شوې ده.
په همدې حال کې پاکستان په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د مهاجرت د نړیوال سازمان تر پوښښ لاندې به افغان کډوال هم وباسي.
اسلام اباد تېر کال د افغان کډوالو د جبري شړلو لړۍ پیل کړې وه او ویلي یې وو چې له دوی څخه به ۱.۷ میلیونه بېرته اخراج کړي.
تر اوسه د پاکستان د حکومت له خوا له ۵۰۰ زرو څخه زیات افغان مهاجرین ایستل شوي دي.
جمهورخبري آژانس