طالبانو د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې د پنجشېر د زمردو ۲۶۹۳ قیاره یې پلورلي دي.
دغه وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې دغه زمرد د غوايي په ١١مه، د يوې داوطلبۍ له لارې پلورل شوى دى.
د اعلامیې پر بنسټ، په دغه داوطلبۍ کې ۱۰۰ کورنیو او بهرنیو سوداګرو برخه اخیستې وه.
د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي چې په پنجشیر ولایت کې د زمردو په پلور کې د طالبانو ونډه لس سلنه ده او پاتې نور یې د کانونو په برخه کې دي.
د يادونې وړ ده چې په څه دپاسه دوه نيمو کلونو کې دا ١٧م ځل دى چې طالبانو د پنجشير زمرد پلوري.
دغې ډلې د افغانستان د کنټرول له ترلاسه کولو وروسته په بې ساري ډول د افغانستان د کانونو لوټ پیل کړی دی.
جمهورخبري آژانس