۰

افغان او ترکمن شرکتونو لس تړونونه لاسلیک کړل

سی شنبه ۱۸ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۲۳
د طالبانو ډلې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د افغان او ترکمنستاني شرکتونو ترمنځ لس قراردادونه او دوه تفاهم لیکونه لاسلیک شوي دي.
افغان او ترکمن شرکتونو لس تړونونه لاسلیک کړل
د طالبانو ډلې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د افغان او ترکمنستاني شرکتونو ترمنځ لس قراردادونه او دوه تفاهم لیکونه لاسلیک شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې دغه وزارت نن سه شنبې د غوايي ۱۸ مه د نورالدین عزیزي له قوله په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره تر ټولو ښه فرصت برابر شوی، چې دواړه لوري باید ترې پوره ګټه پورته کړي.

طالبانو ویلي چې د افغان او ترکمن شرکتونو ترمنځ د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست، د دغه ولایت والي او د هرات د صنایعو او کانونو د خونې مسوولین حاضر وو چې په دې برخه کې ۱۰ تړونونه او دوه تفاهم لیکونه لاسلیک کړي. ساختماني مواد، پشمول د سیخ ګل، رنګ، مرمر او خوراکي مواد. طالبانو زیاته کړې، چې دغه هوکړه لیکونه او د تفاهم یادښت ترکمنستان ته د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر د سفر او د ترکمنستان له ملي مشر قربانقلي بردي محمدوف سره د کتنې په پایله کې شوی دی.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي