۰

هلمند کې د سیلابونو له امله دوه کورونه ویجاړ ۹ تنه مړه شول

شنبی ۱ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۳۶
په هلمند کې د وروستیو سېلابونو له امله د دوو کورونو د ویجاړېدو له امله ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هلمند کې د سیلابونو له امله دوه کورونه ویجاړ ۹ تنه مړه شول
په هلمند کې د وروستیو سېلابونو له امله د دوو کورونو د ویجاړېدو له امله ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه پيښه تيره شپه دهلمند ولايت په کجکي او ګرشک ولسواليو کې د زياتو اورښتونو له امله د دوو کورونو د ويجاړېدو له امله رامنځته شوه .

په لومړۍ پېښه کې د ګرشګ ولسوالۍ په تاجکانو کلي کې یو کور ویجاړ شوی، چې په پایله کې یې یوه ښځه او یو ماشوم وژل شوي دي.
په دې پيښه کې يو بل تن ټپي شوى دى.

بل خوا د کجکي ولسوالۍ په "ابغول" کې د سېلابونو په يوه بله پېښه کې د يوې کورنۍ اووه غړي د سېلابونو له امله مړه شوي دي.

د دغې پېښې په قربانيانو کې د يوې کورنۍ يو نارينه، څلور ښځې او دوه ماشومان شامل دي.

دغه راز د کجکي ولسوالۍ په قاضي خېلو کې هم د يوه کور د دېوال د نړېدو له امله درې ښځې او ماشومان ټپيان شوي دي.

په همدې حال کې په تېرو څو ورځو کې د سختو بارانونو له امله راوتلو سېلابونو هېوادوالو ته ستر زيانونه اړولي دي.

جمهور خبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي