د کابل – جلال اباد پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې په پایله کې ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا پېښه تېره شپه د غوايي ۵ مه په ورځ د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه، چې یو کرولا ډوله موټر له یوه غره سره ټکر شو.
په دغه پېښه کې ۵ تنه وژل شوي او ۱ بل ژوبل دی.
ويل کيږي چې ښايي دغه موټر د غير قانوني سرعت له امله د چلوونکي له کنټرول څخه وتلی او له غره سره ټکر شوی دی.
جمهورخبري آژانس