د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، چې د دې جبهې ځواکونو په کابل کې په پوځي عملیاتو کې درې وسله وال طالبان وژلي دي.
دغې جبهې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ځواکونو یې تېره شپه د ثور په ۷ مه د یو هدفي او دقیق تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې د کابل ښار د ۱۱مې حوزې اړوند د نجرابې خیرخانې په کلی کې د طالبانو یوه پوسته په نښه کړه.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: په دغو عملياتوکې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو بل ټپي شو.
جبهت ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو دغه نوی جوړ شوی کمپ «په عمده توګه د کابل او پنجشیر د شمال اوسیدونکي ځوانان تلاشي، نیول، ځورول او زنداني کول او د خیرخانې د خلکو کورونه یې له مخکې خبرتیا پرته چاپول».
په همدې حال کې د آزادۍ جبهې په دې وروستیو کې په هېواد کې د طالب جنګیالیو پر وړاندې خپل بریدونه زیات کړي دي.
جمهورخبري آژانس