د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ په برخه کې د نجونو د رول د نړیوالې ورځې» په مناسبت د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وايي،د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان د نجونو د هیلو په هدیره بدل شوی دی.
دغه سازمان نن پنجشنبې د ثور په شپږمه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې افغان ښځې او نجونې له دې ټولو محدودیتونو سره سره بې سرپرسته دي.
د ملګرو ملتونو ادارې ټینګار کړی چې دغه سازمان د افغانستان د نجونو تر څنګ ولاړ دی.
د يادونې وړ ده چې د اپرېل څلورمه د ملګرو ملتونو له خوا د "معلوماتي او مخابراتو په ټکنالوژۍ کې د نجونو د رول" د نړيوالې ورځې په نوم نومول شوې ده.
جمهورخبري آژانس