د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه:

افغانستان د نجونو د هیلو په هدیره بدل شوی دی

6 ثور 1403 ساعت 11:45

د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ په برخه کې د نجونو د رول د نړیوالې ورځې» په مناسبت د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وايي،د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان د نجونو د هیلو په هدیره بدل شوی دی.


د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ په برخه کې د نجونو د رول د نړیوالې ورځې» په مناسبت د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وايي،د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان د نجونو د هیلو په هدیره بدل شوی دی.

دغه سازمان نن پنجشنبې د ثور په شپږمه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې افغان ښځې او نجونې له دې ټولو محدودیتونو سره سره بې سرپرسته دي.

د ملګرو ملتونو ادارې ټینګار کړی چې دغه سازمان د افغانستان د نجونو تر څنګ ولاړ دی.

د يادونې وړ ده چې د اپرېل څلورمه د ملګرو ملتونو له خوا د "معلوماتي او مخابراتو په ټکنالوژۍ کې د نجونو د رول" د نړيوالې ورځې په نوم نومول شوې ده.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 171475

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/171475/

جمهور
  https://www.jomhornews.com