۰

د بشري حقونو شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي

پنجشنبه ۶ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۲۲
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د طالبانو تر کنټرول لاندې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د بیاکتنې کاري ډلې دوره کوي.
د بشري حقونو شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د طالبانو تر کنټرول لاندې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د بیاکتنې کاري ډلې دوره کوي.

دغې شورا نن پنجشنبه د ثور په شپږمه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان د بشري حقونو د راپورونو د څېړلو په موخه دغه غونډه به د څلورم ځل لپاره د راتلونکې اوونۍ د دوشنبې په ورځ (د ثور لسمه) په ژنیو کې جوړه شي.

د اعلامیې پر بنسټ، افغانستان یو له هغو ۱۴ هېوادونو څخه دی چې د ملګرو ملتونو د دغې کاري ډلې له خوا به د همدې میاشتې له ۱۰مې نېټې څخه تر ۲۱مې نېټې پورې وڅېړل شي.

د اضافي اعلامیې له مخې، هغه اسناد چې پر بنسټ یې بیاکتنه ترسره کیږي "د هیواد ملي راپور تر ارزونې لاندې، د بشري حقونو د خپلواکو ډلو او کارپوهانو راپورونه، د بشري حقونو د بنسټونو او مدني ټولنو معلومات شامل دي."

دا په داسې حال کې ده چې طالبان د افغانستان له واک ته رسېدو وروسته په دغه هېواد کې له بشري حقونو څخه په سرغړونې تورن شوي دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي