چین یو ځل بیا پر نړیوالو غږ کړی چې د افغان اقتصاد د پیاوړتیا لپاره دې جدي اقدامات ترسره کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې ژر تر ژره پر افغانستان اقتصادي فشارونه پای ته ورسوي او د دغه هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا او ودې لپاره اقدامات ترسره کړي.
نوموړي زیاته کړې، امریکا باید د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي او نړیواله ټولنه دې په دغه هېواد کې د بنسټيزې اقتصادي ودې لپاره کوټلي ګامونه اوچت کړي.
د چین استازي ټینګار کړی، چې افغانستان له سخت بشري وضعیت سره مخ دی او د نړۍ مرستو ته په تمه دی نو له همدې امله باید له دغه هېواد سره بشردوستانه مرستې ډېرې او هر مستحق وګړي ته وروسول شي.
د یادونې ده، چین تر دې وړاندې هم له افغانستان سره د پراخو بشردوستانه مرستو ژمنه کړې وه او اوس یې هم ویلي چې له افغانستان سره مرستو ته ژمن دي.
جمهورخبري آژانس:کابل