چین وايي، هغه هېواد چې د افغانستان د مسلې حل دنده ورله غاړې ده، باید خپل مسوولیت ومني او له دې وروسته دې خنډونه نه جوړوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د چین د بهرنیو چارو وزارت لي جیان کړې، د کوم هېواد نوم یې نه دی اخیستی خو له خبرو یې ښکاري چې نېغه اشاره یې امریکا ته ده.
لي جیان وايي، چين د افغانستان د دوستانه ګاوندي هېواد او صمیمي ملګري په توګه د دغه هېواد د بیا رغونې او اقتصادي پرمختګ په چارو کې تل همکاري کړې ده او د مرستو دوام ته ژمن دی.
نوموړي زیاته کړې، چين د افغانستان د خلکو د غوښتنو له مخې له دغه هېواد سره د دوه سوه ميليونو يوانو په ارزښت د بيړنيو بشري مرستو د عملي کولو کارونه چټک کړي دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند له نړیوالې ټولنې هم غوښتنه کړې، چې له افغانستان سره اړینې مرستې وکړي او د دغه هېواد ملاتړ وکړي.
نوموړي دغه راز له هغو هېوادونو چې د افغانستان د مسئلې د حل دنده ورله غاړې ده هم غوښتنه کړې ده چې باید مسوولیت ومني او له دې وروسته دې خنډونه جوړ نه کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل