۰
چین:

پاکستان باید د افغان سولې په برخه کې رښتینې همکاري وکړي

شنبی ۲۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۰
چین وايي، په افغانستان کې ثبات د ټولې سیمې د پرمختګ لپاره مهم دی نو ځکه پاکستان باید د افغان سولې په برخه کې رښتینې همکاري وکړي.
پاکستان باید د افغان سولې په برخه کې رښتینې همکاري وکړي
چین وايي، په افغانستان کې ثبات د ټولې سیمې د پرمختګ لپاره مهم دی نو ځکه پاکستان باید د افغان سولې په برخه کې رښتینې همکاري وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې په پاکستان کې د چین سفیر یاوجینګ په اسلام آباد کې د افغان سولې په اړه یوې جوړه شوې غونډه کې د وینا پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي، چې د افغانستان ثبات د ټولې سیمې د ثبات په مانا او په سیمه کې د پرمختګ لپاره مهم دی، نو ځکه یې د سولې له پروسې سره رښتینې همکاري اړینه ده.

یاوجینګ ټینګار کړي، چې پاکستان ته په کار د چې د افغان سولې په راوستو کې رښتینې همکاري وکړي.

د هغه په وینا چین ددې ملاتړی دی چې د افغانستان روانه جګړه له سیاسي لارو حل شي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.

د یادونې ده، چې په دې غونډه کې د چین، افغانستان، ډنمارک، پاکستان، امریکا او برېتانیا استازو ګډون کړی و او ټولو ویل، چې په دې پروسه کې د دوی همکارۍ دوام لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي