۰

د طالبانو ادعا:له سیاسي او اقتصادي اړخه موږ لوړ ګامونه اخلو

پنجشنبه ۶ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۰۸
د طالبانو د ډلې ویاند په افغانستان کې د بهرنیو ډیپلوماټانو د شتون په باره کې ادعا وکړه چې دغه ډله له سیاسي او اقتصادي اړخه د لوړتیا په حال کې دی.
د طالبانو ادعا:له سیاسي او اقتصادي اړخه موږ لوړ ګامونه اخلو
د طالبانو د ډلې ویاند په افغانستان کې د بهرنیو ډیپلوماټانو د شتون په باره کې ادعا وکړه چې دغه ډله له سیاسي او اقتصادي اړخه د لوړتیا په حال کې دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن پنشنبې د غوايي ۶ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د هېواد پلازمېنې ته په دې وروستیو کې د ګڼ شمېر دیپلوماتیکو استازو او بهرنیو پلاوو سفرونه شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، په همدې موخه د اسلامي همکاریو سازمان د مرستیال او ورسره ملګري پلاوي او د اسلامي امارت له چارواکو سره د روسیې، مالیزیا، قزاقستان، ترکمنستان او اروپايي ټولنې د دیپلوماتانو لیدنه د پام وړ ده د ازبکستان د ترمز په ښار کې د ترانسپورت وزارت په یوه مهمه غونډه کې د دې ښکارندویي کوي چې د طالبانو امارت په پراخه کچه منل شوی، اړیکې ورسره خوندي دي او تبادلې شته او د هرې ورځې په تېرېدو سره پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ په زیاتېدو ده.

مجاهد ویلي، چې دا هڅې د ډیپلوماټیک نظام د فعالیت او په ټولیزه توګه د طالبانو د امارت د هر اړخیزو اړیکو د ډاډمنتیا ښودنه کوي او دغه مهمې ناستې، ناستې او لیدنې د افغانستان لپاره په اقتصادي ډګر کې ښې پایلې لري.

د هغه په وینا د ځینو خلکو دا تصور چې افغانستان انزوا دی او اقتصاد یې خراب دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نه شي خوندي کېدای، دا ټول ناسم ثابت شوي او دا هڅې به لا زیاتې شي.

د طالبانو د ډلې دغه څرګندونې په داسې حال کښې مطرح کیږی چې تراوسه هیڅ هیواد دغه ډله په رسمیت نه ده پیژندلې او له ګاونډیو هیوادونو څخه د یوشمیر ډیپلوماټانو سفرونه به د دغو هیوادونو له ګټو پرته د افغانستان د خلکو د مشکلاتو د هواری سبب وګرځی، څو چې طالبان په انتخاباتو کښې ګډون ونه کړی.


جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي