۰

طالبان: له ایران سره مثبتې اړیکې لرو او دا اړیکې باید پراختیا ومومي

پنجشنبه ۶ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۴۴
د طالبان اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ولسمشر له ځانګړي استازي او د ایران د سفارت له مشر حسن کاظمي قومي سره کتلي او ویلي یې دي چې د دې ډلې او ایران اړیکې مثبتې دي.
طالبان: له ایران سره مثبتې اړیکې لرو او دا اړیکې باید پراختیا ومومي
د طالبان اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ولسمشر له ځانګړي استازي او د ایران د سفارت له مشر حسن کاظمي قمي سره کتلي او ویلي یې دي چې د دې ډلې او ایران اړیکې مثبتې دي.

د ملا عبدالغني برادر د رسنیو دفتر نن پنجشنبې (غوايي۶) د ملا برادر له قوله په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د طالبانو او ایران ترمنځ اړیکې ښې او مثبتې دي او دواړه خواوې د اړیکو د پراختیا لپاره باید په ګډه کار وکړي.

نوموړي د هلمند د سیند پر اوبو د ایران د حق په اړه وویل: سږ کال د خدای په فضل د باران کچه لوړه ده، چې له څو کلونو وچکالۍ وروسته د هلمند د سیند اوبه نیمروز او سیستان ولایت ته رسېدلې دي.

ملا برادر د ایران له لارې اورپا او نورو هېوادونو ته د افغاني تولیداتو او محصولاتو د لېږد په برخه کې د زیاتو اسانتیاوو رامنځ ته کولو غوښتنه وکړه او دا کار یې  دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ د کچې د لوړولو لپاره یو بنسټیز ګام وباله.

قمي همداراز د ایران سیستان ته د هلمند له سیند څخه د اوبو په رسیدو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، ایران چمتو دی چې له افغانستان سره د سوداګرو د بانکي ستونزو د حل، د چاپېریال د ساتنې، د کرنې د سکتور د عصري کولو او همدارنګه د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیت د ودې په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي