۰
واشنګټن ټایمز:

د کابل پر هوايي ډګر ځانمرګی بریدګر د امریکا له لوري له هند څخه افغانستان ته لېږدول شوی و

پنجشنبه ۶ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۵۱
امریکايي رسنۍ "واشنګټن ټایمز" خبر ورکړی، چې د کابل پر هوايي ډګر ځانمرګی بریدګر له هوايي ډګر څخه د افغان همکارانو د ایستلو پر مهال د امریکا له لوري له هند څخه افغانستان ته لېږدول شوی و.
د کابل پر هوايي ډګر ځانمرګی بریدګر د امریکا له لوري له هند څخه افغانستان ته لېږدول شوی و
امریکايي رسنۍ "واشنګټن ټایمز" خبر ورکړی، چې د کابل پر هوايي ډګر ځانمرګی بریدګر له هوايي ډګر څخه د افغان همکارانو د ایستلو پر مهال د امریکا له لوري له هند څخه افغانستان ته لېږدول شوی و.

دغې رسنۍ تېره شپه د غوايي ۵ مه د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې د ځینو جمهوري غوښتونکو غړو په حواله راپور ورکړ چې اللوګري په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په هند کې د یوه برید په هڅه کې و او بیا د امریکا له خوا افغانستان ته انتقال شو. .

راپور زیاتوي چې "هغه [اللوګري] له یوه زندان څخه بل زندان ته لیږدول شوی و تر دې چې د 2021 په جنوري کې هغه د بګرام زندان ته لیږدول شوی و، چې د متحده ایالاتو د ځواکونو لخوا فعالیت کوي."

خو؛ وروسته له هغه چې طالبانو واک تر لاسه کړ، دغې ډلې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د کابل پر هوايي ډګر د نیلي دروازې د برید عامل له برید ۱۱ ورځې وړاندې خوشې کړ.

د دغه راپور پر بنسټ، جګپوړي امریکايي قومندانان له طالبانو تمه لري چې د لوګر اوسېدونکي خوشې کړي، څو د داعش هر ډول نفوذي کسان په نښه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د امریکا د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټې ویلي و، چې د دغه برید مخه نیول شوې ده. خو د امریکا مرکزي قوماندانۍ دغه ادعا رد کړه.

باید وویل شي، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د کابل پر هوايي ډګر د داعش په برید کې د ۱۳ امریکايي پوځیانو په ګډون شاوخوا ۲۰۰ نور ملکي وګړي ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي