د دایکندي ولایت د دې ولسوالۍ اوسېدونکي په خپل لګښت په دې ولسوالۍ کې د نجونو یو ښوونځی جوړوي.
دوی د دغه ښوونځي د جوړېدو چارې د چهارشنبې په ورځ د ثور په ۵مه د دغه ولایت د مرکز ښرنې په «غوسور» کلي کې پیل کړې.
د سيمې د اوسېدونکو په وينا، د دغه ښوونځي پر جوړولو، چې ١٢ ټولګي لري، څه باندې څلور ميليونه افغانۍ لګښت راغلى، چې د خلکو له خوا ورکول کېږي.
د دغه ښوونځي د جوړېدو چارې به د روان کال تر مني پورې بشپړې شي.
ځايي اوسېدونکو وويل، چې په دغه ښوونځي کې به د ٢٧٦ لومړنيو نجونو زده کړې وکړي.
جمهورخبري آژانس