۰
چین د افغانستان د شتمنۍ په اړه د بایډن پرېکړې ته!

د نړۍ یو بډای هېواد د یوه بېوزله هېواد شتمني غلا کوي

دوشنبه ۲۵ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۳۶
چین د افغانستان د شتمنۍ په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن پرېکړې ته توند غبرګون ښودلی وایي، امریکا په هېڅ ډول حق نه لري، چې د افغانستان شتمني کنګل او یا یې هم وګرځوي.
د نړۍ یو بډای هېواد د یوه بېوزله هېواد شتمني غلا کوي
چین د افغانستان د شتمنۍ په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن پرېکړې ته توند غبرګون ښودلی وایي، امریکا په هېڅ ډول حق نه لري، چې د افغانستان شتمني کنګل او یا یې هم وګرځوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې خوا چونینګ وايي، امریکا د افغانستان د شتمنۍ د کنګل کولو، وېشلو او یا ګرځولو حق نه لري.

مېرمن چونینګ زیاته کړې، چې امریکا د نړۍ تر ټولو شتمن هېواد دی، خو د افغانستان په څېر د یوه بېوزله هېواد شتمني غلا کوي.

دا وايي، امریکا په هېڅ صورت د افغانستان د خلکو شتمني نه کنګل کولی شي، نه یې وېشلی او نه یې هم ګرځولی شي.

هغې ویلي امریکا ته په کار ده چې ژر له خپل دريځ په شا شي، ځکه دا د افغانستان د خلکو شتمني ده او دوی یې د ساتنې، کنټرول او لګولو د لارو چارو مسوول دي.

چین تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې د امریکا له لوري د افغانستان د شتمنیو کنګل کول غیر قانوني اقدام دی او باید ژر تر ژره دغه شتمني ازاده کړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د تېرې جمعې په ورځ یو فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې د افغانستان د کنګل کړې شتمنۍ ۳.۵ میلیارد ډالر امریکا کې د سپټمبر پېښې قربانیانو لپاره ځانګړې شوې.

د بایډن دغه اقدام په امریکا او نوره نړۍ کې سخت غبرګونونه راوپارول او ان هغه یې یو غل وباله.

د امریکا مخنکي ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم پرې نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د بایډن د بې کیفایته ادارې له امله روسیه زړوره شوه او د امریکا حیثیت ته ستر زیان واوښت.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي