چینايي چارواکو په تازه څرګندونو کې ویلي، هېواد یې چمتو دی، چې د نړیوالې ټولنې سره یو ځای کار وکړي تر څو افغانستان د ترهګرۍ په ځاله بدل نه شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جاولیجان د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې تر خونړي برید وروسته کړې دي.
نوموړي ویلي، چې د کابل په هوایي ډګر کې د شوې چاودنې له امله ویل کېږي ۱۳ امریکايي سرتېري او کابو سل افغانان وژل شوي دي، خو په وینا یې د دوی اتباعو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
چینايي چارواکو پر طالبانو غږ کړي، چې په خپلو ژمنو عمل وکړي او له ټولو ترهګرو ډلو سره خپلې کرښې معلومې کړي.
د چین دغه چارواکي همدرانګه ویلي هېواد یې چمتو دی چې د نړيوالې ټولنې سره په ګډه کار وکړي چې افغانستان د ترهګرۍ په سرچینې بدل نشي.
د یادونې ده، چین یو له هغو هېوادنو څخه دی چې لا یې هم په کابل کې خپل سفارت نه دی تړلی.
جمهورخبري آژانس:کابل