۰

چین: د افغانستان کنګل شوې شتمني باید آزاده کړل شي

دوشنبه ۱۸ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۴
چین او پاکستان یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان کنګل شوې شتمني دې ازاده کړل شي.
چین: د افغانستان کنګل شوې شتمني باید آزاده کړل شي
چین او پاکستان یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان کنګل شوې شتمني دې ازاده کړل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چنايي رسنیو ویلي شي جین پینګ او عمران خان د افغانستان په اړه اوږدې خبرې لرلې دي او دواړو لورو ټینګار کړی چې د افغانستان کنګل شوې شتمني باید ازاده کړل شي.

دوی ویلي چې نړیواله ټولنه دې په دې ډول کړنو د افغانستان ولس ته زیان نه اړوي او اجازه دې ورکړي چې د دغه هېواد وګړي په ډاډه فضا کې ژوند وکړي.

چین او پاکستان تر دې وړاندې هم د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو غوښتنه کړې وه.

چین ټینګار کړی چې د امریکا دغه ډول کړنې د بشري حقونو له اصولو سرغړونه ده نو له همدې امله دغه هېواد ته په کار ده چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي