چین: د افغانستان کنګل شوې شتمني باید آزاده کړل شي

18 دلو 1400 ساعت 8:24

چین او پاکستان یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان کنګل شوې شتمني دې ازاده کړل شي.


چین او پاکستان یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان کنګل شوې شتمني دې ازاده کړل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چنايي رسنیو ویلي شي جین پینګ او عمران خان د افغانستان په اړه اوږدې خبرې لرلې دي او دواړو لورو ټینګار کړی چې د افغانستان کنګل شوې شتمني باید ازاده کړل شي.

دوی ویلي چې نړیواله ټولنه دې په دې ډول کړنو د افغانستان ولس ته زیان نه اړوي او اجازه دې ورکړي چې د دغه هېواد وګړي په ډاډه فضا کې ژوند وکړي.

چین او پاکستان تر دې وړاندې هم د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو غوښتنه کړې وه.

چین ټینګار کړی چې د امریکا دغه ډول کړنې د بشري حقونو له اصولو سرغړونه ده نو له همدې امله دغه هېواد ته په کار ده چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147544

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147544/

جمهور
  https://www.jomhornews.com