۰

چین: طالبانو ته مو و ویل، چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ وځپي

پنجشنبه ۷ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۴۸
چین ته د طالبانو تر پلاوی تر سفر وروسته د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت وايي، له طالبانو یې غوښتي، چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ وځپي.
چین: طالبانو ته مو و ویل، چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ وځپي
چین ته د طالبانو تر پلاوی تر سفر وروسته د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت وايي، له طالبانو یې غوښتي، چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ وځپي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه غوښتنه د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې د ملا عبدالغني برابرد په مشرۍ د طالبانو له پلاوي څخه کړې ده.

سرچینه وايي، وانګ یي طالب پلاوي ته و ویل«تمه لرو، چې طالبان به د شرقي ترکستان اسلامی غورځنګ چې د چین د ملي امنیت لپاره مستقیم ګواښ دی سرکوب کړي.»

دغه راز سرچینه زیاتوي، بجینګ له طالبانو دا تمه هم وښوده، چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې مهم رول ولوبوي.

باید و ویل شي، چې د شرقي ترکستان اسلامي غورځنګ د چین د ایغوریانو له خوا جوړ شوی او دوی د چین په سینکیان کې د یوه مستقل شرقي ترکستان د دولت غوښتونکي دي.

خو چین، امریکا، اورپايي ټولنه، برېتانیا او روسیه دغه غروځنګ یوه ترهګره ډله بولي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي