د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، هېواد یې امریکا، اروپايي ټولنې او ناټو سره د افغانستان په مساله کې همکارۍ ته چمتو دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرګي لاوروف دغه څرګندونې پرون جمعه د تلې ۱۶مه د اروپا د کسب او کار د سازمان له یو شمېر غړو سره په کتنه کې کړې دي.
نوموړي ویلي، د ناټو غړي باید د افغانستان د بیارغونې په برخه کې خپل مسوولیت ترسره کړي.
په ورته وخت کې لاوروف ټینګار کړی، چې روسیه پر افغانستان د احتمالي حملې لپاره د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د پوځي تاسیساتو له استولو او هلته د نوېو پوځي اډو له جوړولو سره مخالفه ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، په داسې یوه حالت کې ښايي د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې تروریستي حملې وشي.
بل خوا د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، هېواد یې د طالبانو استازو ته بلنه ورکړې، څو د افغانستان په اړه په پلان شوېو خبرو کې ګډون وکړي.
په پام کې ده چې دا غونډه د اکتوبر په شلمه په مسکو کې جوړه شي.
جمهورخبري آژانس:کابل