۰
روسیه:

له افغانستانه د مرکزي اسیا هېوادونو د بې ثباته کېدو اجازه نه ورکوو

دوشنبه ۱۰ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۱۴
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، مسکو به له افغانستانه د مرکزي آسیا هېوادونو د بې ثباته کېدو اجازه ورنه کړي.
له افغانستانه د مرکزي اسیا هېوادونو د بې ثباته کېدو اجازه نه ورکوو
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، مسکو به له افغانستانه د مرکزي آسیا هېوادونو د بې ثباته کېدو اجازه ورنه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لاوروف په تازه څرګندونو کې ټینګار کړي، چې دوی ته د مرکزي اسیا هېوادونو ثبات او امنیت خورا مهم دی.

لاوروف وايي، په ټول توان هڅه کوي، څو له افغانستانه د مرکزي اسیا د هېوادونو د بې ثباته کېدو مخینوی وکړي، ځکه له دې هېوادونو سره پراخه اړیکې لري او متحدین یې دي.

نوموړي زیاته کړې، امریکا له افغانستان په ناڅاپي وتلو ټولې سیمې ته ګواښونه جوړ کړي او دا یې نه جبرانېدونکې تېروتنه وه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر تمه ښودلې چې په افغانستان کې ژر تر ژره ثبات رامنځ ته شي، امنیتي ستونزې له منځه لاړې شي او په دغه هېواد کې دایمي ثبات رامنځ ته شي.

لاوروف دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې واک ته له رسېدو وروسته طالبانو په وار وار ویلي، چې دوی هېچا ته خطر نه دی او هېچا او هېڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.

طالبانو دا ټینګار هم کړی، چې د ګاونډیو، سیمې او ټولې نړۍ له هېوادونو سره ښې او پر متقابل احترام ولاړې اړیکې غواړي او دغه راز تمه یې دا ده، چې نور هېوادونه هم د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي