د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په تازه څرګندونو کې ویلي، چې افغانستان کې د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو موضوع اوس مهال له وخته وړاندې خبره ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لاوروف ویلي، تر هغو چې طالبانو ټولګډونه حکومت جوړ کړی نه وي، دوی په دې اړه پرېکړه نه شي کولی.
د روسیې د بهرینو چارو وزیر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې دوه ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف په یوه مرکه کې ویلي، چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره په رسمي ډول هڅې روانې دي.
باید و ویل شي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو کابو پنځه میاشتې اوړي، خو تر اوسه پورې هېڅ یوه هېواد هم د هغوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلي.
په داسې حال کې، چې طالبان وايي، د رسمیت پېژندلو لپاره یې ټول شرایط پوره کړي او نړیوال د خپلو اهدافو تر لاسه کولو لپاره په دې برخه کې پلمې لټوي.
جمهورخبري آژانس:کابل