د اسلامي همکاریو سازمان د یوه ټول شموله حکومت پر جوړولو او د طالبانو تر واک لاندې د افغانانو بشري حقونو ته په درناوي ټینګار وکړ.
دغه مؤسسې په ګامبیا کې د خپلې دوه ورځنۍ غونډې په پای کې د ثور په ۱۶ د یکشنبې په ورځ یو پریکړه لیک صادر کړ چې په کې د یوه سوله ییز، باثباته او ټول شموله افغانستان ملاتړ کوي.
په پریکړه لیک کې ټینګار شوی چې په افغانستان کې د ټولو قومونو په شتون سره د یوه ټول شموله حکومت جوړول له طالبانو څخه د اسلامي همکاریو د سازمان د غړو هیوادونو له غوښتنو څخه دي.
د اسلامي همکاریو سازمان همداراز د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د کار او زده کړې حق ته د پوره درناوي پر اهمیت ټینګار وکړ او د نړۍ له هېوادونو یې وغوښتل چې په دې برخه کې له طالبانو سره خبرې وکړي.
د دغه سازمان د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو خپله پنځلسمه دوه ورځنۍ غونډه د ثور په پنځلسمه نېټه د شنبې په ورځ د ګمبيا په پلازمېنه بنجول ښار کې جوړه کړه.
باید وویل شي، چې په دې غونډه کې د دې ډلې د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي په مشرۍ د طالبانو یوه پلاوي هم ګډون کړی و.
جمهورخبري آژانس