۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر پر افغان سوله د خبرو لپاره پاکستان ته تللی

چهارشنبه ۱۸ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۸
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د یوه ۱۳ کسییزه پلاوی په مشرۍ پر افغان سوله د خبرو لپاره پاکستان ته تللی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر پر افغان سوله د خبرو لپاره پاکستان ته تللی
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د یوه ۱۳ کسییزه پلاوی په مشرۍ پر افغان سوله د خبرو لپاره پاکستان ته تللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لاوروف چې پرون په هند کې و او له هندي چارواکو سره یې پر افغان سولې خبرې وکړې، له هنده پاکستان ته ولاړ.

نوموړي له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره لیدلي او ویلي یې دي، چې اسلام آباد ته یې د سفر موخه پر افغان سوله خبرې او د افغانستان د وضعیت په اړه د دواړو هېوادونو اندېښنه ده.

دا په تېرو ۹ کلونو کې لومړی ځل دی، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته ځي.

د یادونې ده، چې لاوروف پرون په نوي ډیلي کې له هند چارواکو سره پر افغان سوله خبرې وکړې او هند د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه ژوره اندېښنه وښوده.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر له لاوروف سره خبرو کې ویلي، چې د افغانستان وضعیت په مستقیم ډول د هند پر امنیت اغېز کوي.

نوموړي لاروف ته ویلي، افغانستان کې د سولې بهیر باید پر دې اساسي اصولو ولاړ وي چې ټولو ته د منلو وي او سیاسي حل لاره د خپلواک، حاکم، متحد او ډیموکراتیک افغانستان په معنی ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم په افغان سوله کې د هند رول خورا مهم بللی ویلي یې دي، څومره چې د افغان سولې په اړه سیمه ییزه اجماع پیاوړې کېږي افغانان سولې ته نېږدې کېږي.

لاوروف زیاته کړې، چې د طالبانو تحریک د افغان ټولنې یوه برخه ده، نو د افغان مسئلې د هواري په پرېکړه کې باید د افغانستان ټولې سیاسي، قومي او مذهبي ډلې شاملې وي، که نه ثبات نه شي راتلی.

ښاغلي لاوروف ټینګار کړی، چې دا ډول پرېکړه باید د سیاسي، قومي او مذهبي توازن پر بنسټ وي چې په حکومت کې ټول خپل استازیتوب ولري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د هند له بهرنیو چارو وزیرسره یې موافقه وکړه چې د افغانستان لپاره د دوی ځانګړي استازي په منظم ډول په ارتباط کې وي. 

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي