د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، هند د افغانستان د مرستندوی په توګه د افغان سولې پروسه کې مهم رول لري او لوبولی یې شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لاوروف په تازه څرګندونو کې ویلي، څومره چې د افغان سولې په تړاو سیمه ییزه اجماع پیاوړې کېږي هغومره افغانان سولې ته نېږدې کېږي.
نوموړي ټینګار کړی، چې هند په سیمه کې د افغانستان د سولې په برخه کې د مرستندوی په توګه په دې پروسه کې مهم رول لري او باید خپلې هڅې لا ډېرې کړي.
دی وايي، هند د افغان سولې په اړه په سیمه ییزه او نړیواله کچه په جوړوو شوو کنفرانسونو او غونډو کې رغنده رول لوبولی دی او روسیه یې د هڅو ستاینه کوي.
لاوروف زیاته کړې، چې د افغان سولې لپاره به د سیمه ییزې اجماع په لا پياوړتیا کې هڅه کوي.
تر دې وړاندې روسي چارواکو ویلي وو، هڅه کوي د افغان سولې او دلته د سیاسي حل له درکه هند ته رامنځ ته شوې اندېښنې له منځه یوسي.
په همدې موخه ټاکل شوې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان لپاره د پوتین ځانګړی استازی ضمیرکابلوف هند ته ولاړ شي او له هندي چارواکو سره وګوري.
جمهورخبري آژانس:کابل