د طالبانو د ډلې وياند وايي، د دغې ډلې د کار او ټولنيزو چارو د وزارت په استازيتوب په قندهار ولايت کې خلکو ته د کار د زمينې د برابرولو په اړه غونډه روانه ده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن یکشنبه (د ثور ۱۶) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت په استازیتوب یې په کندهار کې ولس ته د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه غونډه کړې ده.
مجاهد لیکلي، چې د دې غونډې موخه د دې ډلې له خوا هېوادوالو ته د کاري فرصتونو د برابرولو د لارو چارو موندل دي.
د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په راتلو سره د فقر او بېکارۍ کچه ورځ په ورځ مخ په زياتېدو ده.
جمهورخبري آژانس