۰

روسیه: د افغانستان ګاونډیان دې امریکا ته پوځي اډې نه ورکوي

پنجشنبه ۶ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۳
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په یوه رسمي غونډه کې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو په کلکه وغوښتل، چې په خپله خاوره کې امریکا او ناټو ته پوځي اډې ورنه کړي.
روسیه: د افغانستان ګاونډیان دې امریکا ته پوځي اډې نه ورکوي
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په یوه رسمي غونډه کې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو په کلکه وغوښتل، چې په خپله خاوره کې امریکا او ناټو ته پوځي اډې ورنه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لاوروف دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د لړم ۵ مه ایران کې د افغانستان په اړه د سیمې د یو شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې وکړې.

لاوروف په خپلو خبرو کې و ویل« موږ یوځل بیا د افغانستان پر ګاونډیو هېوادو غږ کوو چې د امریکا او ناټو پوځي حضور ته اجازه ورنه کړي، دوی وروسته تردې چې د افغانستان خاوره یې پرېښوده اوس پلان لري چې هلته ځای پرځای شي.»

نوموړي ټینګار وکړ، چې روسیه پر چا خپلې توصیې او سپارښتنې نه تحمیلوي خو پر دې سربېره تاریخ خپله د ستونزو د حل ښې لارې وړاندې کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، ښه دا ده، چې افغانستان کې ټول قومونه او اصلي سیاسیون د امکان تر حده پورې ځان په راتلونکي حکومت کې وګوري نو ځکه روسیه په دغه هېواد کې د یوه پراخ بنسټ حکومت ملاتړ کوي.

لاوروف دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته امریکا په دې لټه کې ده، چې په سیمه کې د کنټرول لپاره پوځي اډې ولري.

په همدې خاطر د روسیې د پوځ مشر څه موده وړاندې مسکو ته تللی و او دغه راز له ازبکستان او پاکستان سره هم د پوځي اډو په اړه خبرې کړې دي.

خو وروستي راپورونه وایي، ازبکستان او پاکستان دواړو دا خبره رد کړې، چې ګڼې په خپلو خاور کې به امریکا ته پوځي اډې ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي