۰

سرګي لاوروف: روسیه بیا د طالبانو امارت نه غواړي

شنبی ۹ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۷
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، هېواد یې په افغانستان کې د طالبانو د امارت د بیا راتګ ملاتړ نه کوي او نه یې هم غواړي.
سرګي لاوروف: روسیه بیا د طالبانو امارت نه غواړي
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، هېواد یې په افغانستان کې د طالبانو د امارت د بیا راتګ ملاتړ نه کوي او نه یې هم غواړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لاوروف دغه څرګندونې پرون جمعه د کب ۸ مه له خپل افغان سیال محمد حنیف اتمر سره په مسکو کې د لیدنې پر مهال کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د کابل او مسکو د دوه اړخیزه اړیکو پر سلمه کلیزه خبرې وکړې او د دوه اړخیزه همکاریو پر پراختیا یې ټینګار وکړ.

سرچینه زیاتوي، چې دواړو لورو د افغانستان د سولې په اړه هم خبرې اترې وکړې او په سیاسي اقتصادي او فرهنګي برخه کې یې د اړیکو پراختیا وغوښته.

دواړو لوو ټینګار کړی، چې د سولې او په ځانګړي ډول د دوحې خبرې باید له محتوا ډکې وي، ځکه په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې او نړۍ په ګټه دی.

خبرپاڼه وايي، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې هېواد یې په افغانستان کې د طالبانو د امارت د بیا راتګ ملاتړ نه کوي او نه یې غواړي.

لاوروف د افغان سولې خبرو کې د سیمې هېوادونو پر اساسي رول ټینګار کړی ویلي یې دي، کله چې د سولې خبرو کې پرمختګ وشي اړتیا ده چې له تور لېست څخه د طالبانو د مشرانو نوم ایستلو په اړه خبرې وشي.

په ورته وخت کې ښاغلي اتمر ویلي، چې افغان دولت د سولې په اړه خپلې ټولې ژمنې تر سره کړې او تمه لري، چې طالبان هم خپلې څلور کړې هم پوره کړي.

دغه لیدنه کې له ترهګرۍ، افراطیت، نشه يي توکو او سیمه کې د پرمختللو جنايي جرمونو پر وړاندې په ګډې مبارې هم خبرې او ټینګار وشو.
د دې تر څنګ په ګډو اقتصادي پروژو هم ټینګار وشو، ویې ویل، چې اقتصادي پرمختګ د سیمې په سوله او ثبات کې ګټور تمامېدای شي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي