۰

روسیې په کازان غونډه کې د طالبانو سیاسي مرستیال ته د ګډون بلنه ورکړه

دوشنبه ۱۷ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۳۹
په کابل کې د روسیې فدراسیون سفیر دیمیتري ژیرنوف د طالبانو له سیاسي مرستیال سره کتلي او د تاتارستان په کازان غونډه کې یې هغه ته د ګډون بلنه ورکړه.
روسیې په کازان غونډه کې د طالبانو سیاسي مرستیال ته د ګډون بلنه ورکړه
په کابل کې د روسیې فدراسیون سفیر دیمیتري ژیرنوف د طالبانو له سیاسي مرستیال سره کتلي او د تاتارستان په کازان غونډه کې یې هغه ته د ګډون بلنه ورکړه.


د روسیې سفیر نن دوشنبې (د ثور ۱۷) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، روسیه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو ده او غواړي د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې د پخوا په پرتله پراخې کړي.

هغه زیاته کړه، د طالبانو او روسیې ترمنځ دوه اړخیزې همکارۍ او تعامل د سیمې په ثبات او د افغانستان له اقتصادي پرمختګ سره مرسته کولای شي.

نوموړي د طالبانو سياسي مرستيال ته د تاتارستان په کازان ښار کې په نړيواله غونډه کې د ګډون د بلنې تر څنګ د دغې غونډې په اړه معلومات ورکړل.

مولوي عبدالکبیر هم  وویل، چې د کابل او مسکو اړیکې د دواړو لورو په ګټه دي او کولای شي په سیمه کې د ثبات او پرمختګ لامل شي.

نوموړي د کازان تاتارستان غونډې ته د روسیې د بلنې له امله مننه وکړه او د دغې ډلې او روسیې اړیکې یې مهمې وبللې.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي