۰

فایق: له طالبانو څخه نارضایتي به په ټول هیواد کې خپره شي

دوشنبه ۱۷ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۷:۴۶
د طالبانو پر ضد د بدخشان د اوسېدونکو د اعتراضونو په غبرګون کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست استازی نصیر احمد فایق وايي، له طالبانو سره د خپلمنځي اختلافاتو لمن به په ټول هېواد کې پراخه شي.
فایق: له طالبانو څخه نارضایتي به په ټول هیواد کې خپره شي
د طالبانو پر ضد د بدخشان د اوسېدونکو د اعتراضونو په غبرګون کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست استازی نصیر احمد فایق وايي، له طالبانو سره د خپلمنځي اختلافاتو لمن به په ټول هېواد کې پراخه شي.

ښاغلي فایق د یکشنبې په ورځ د ثور په ۱۶مه، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، دا شکایتونه د افغانستان د ټولو خلکو په منځ کې شته او د دغو اعتراضونو لړۍ به ورو ورو په ټولو ولایتونو کې پراخه شي.

هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک هېڅکله د ظلم، بې عدالتۍ او جهالت پر وړاندې چوپ نه دي پاتې شوي.

فايق څرګنده کړه، چې د طالبانو له خوا د کوکنارو له کښت سره د دغو لاريونونو تړل او کمول په حقيقت کې د افغانانو او نړيوالې ټولنې سترګو ته سپکاوى دى.

د يادونې وړ ده، چې د بدخشان د درېيو ولسواليو درايم، ارګو او جرايمو اوسېدونکو له څو ورځو راهيسې د طالبانو پر ضد لاريونونه کړي او دغه ډله يې د شخصي حريم په سرغړونې تورنه کړې ده.

دغه لاريونونه وروسته له هغه پيل شول، چې وسله والو طالبانو د درايم ولسوالۍ يو اوسېدونکی وواژه.

طالبانو هم په دغو دریو ولسوالیو کې پر مظاهره کوونکو په مستقیمو ډزو سره یو شمېر کسان وژلي او ټپیان کړي دي.

خبرگزاری جمهور
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي