۰
روسیه:

د امریکا وعده خلافۍ افغانستان اوسني حالت ته رسولی دی

سی شنبه ۱۱ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۴۲
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د امریکا وعده خلافۍ افغانستان اوسني بې ثباته حالت ته رسولی دی.
د امریکا وعده خلافۍ افغانستان اوسني حالت ته رسولی دی
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د امریکا وعده خلافۍ افغانستان اوسني بې ثباته حالت ته رسولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لاروف ټینګار کړی، چې د امریکا له لوري پر خپلو کړیو ژمنو عمل نه کول په افغانستان کې د تېرې حکومت د پاشل کېدو سبب شو.

نوموړي زیاته کړې، امریکا په ټاکلي وخت له افغانستان خپل سرتېري و نه ایستل او پخواني ولسمشر اشرف غني د واک شریکولو لپاره له منل شوې طرحې سره مخالفت وکړ، چې په پایله کې یې طالبانو خپلې جګړې شدیدې کړې او د کابل حکومت د سقوط سبب شوې.

دی زیاتوي، که امریکا پر خپلو ژمنو عمل کړی وی او طالبانو ته یې د جګړو د شدت دلیل نه وی پرې اېښی او له بلې خوا یې د پخواني حکومت مشران د دوحې هوکړې عملي کولو ته اړ کړي وی نو نن به په افغانستان کې بې ثباتي نه وه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي دوی تمه لري چې اوسنی حکومت وکړی شي د نړیوالې ټولنې او سیمې غوښتنې پوره کړي او په دغه هېواد کې د سولې او ثبات په راوستو کې اغېزناک ګامونه اوچت کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي